شهباز شریف: د اقتصادي اصلاحاتو ایجنډا په کلکه څارو

AP ۱۴۰۳ غویی ۷

د پاکستان لومړی وزیر وايي، حکومت یې له اوسنیو اقتصادي چلنجونو د وتلو لپاره د اقتصادي اصلاحاتو ایجنډا په کلکه څاري.

شهباز شریف نن د کابینې غونډه کې زیاته کړه، چې د پاکستان د اقتصاد په هکله د نړیوالو مالي ادارو او رسنیو د راپورونو مثبت ټکي هم د حکومت «د عالمانه پالیسیو ثبوت دی.»

د هغه په خبره، د ای ټي صادراتو کې د ریکارډ کچې اضافه والی، همدارنګه د هېواد عمومي صادراتو زیاتوالی هم د دې حکومت لاسته راوړنه ده.

شهباز شریف وايي، د سعودي په ګډون د مختلفو دوستو هېوادونو پانګونه هم په پاکستان کې زیاتېږي چې د دغه هېواد پر اقتصاد به ښه اغېز وکړي.

نور خبرونه

رادیو