سیمهییزې سرچینې وایي، چې د خیبرپښتونخوا د کرمې ولسوالۍ په مټاسنګر کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې دوه امنیتي سرتېري او يو ولسي وګړی وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پلټنې پر عملیاتو بوخت وو او ناڅاپه له یوه کوره پرې ډزې وشوې.
د یوه بل خبر له مخې بیا تېره ورځ د شمالي وزيرستان په مربوطاتو د ميرعلي په پتسا چوک کې يوې هټۍ ته څېرمه ماين چاودلی.
سیمهییز چارواکي وایي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه مسافر ټپيان شوي دي.
ورته مهال د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خېلو کې هم یو امنیتي کارکوونکی د خپل کور مخې ته د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په میران کې د پولیو د څارنې ډلې موټر هم تر برید لاندې راغلی.
د دغې ډلې پر موټر د ناپېژانده موټرسایکل سپرو لهخوا ډزې شوې دي؛ خو يه پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
پولیس وایي، د برید کوونکو د لټون عملیات پیل شوي دي.