د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې هېواد یې څومره چې د ټيټيپي لهخوا په شویو ځانمرګو او نورو بریدونو کې د امنیتي او اقتصادي پلوه زیان لیدلی؛ هومره یې له هندوستان سره په درېیو ترسره شویو جګړو کې نه دی لیدلی.
ښاغلي دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د (اپرېل په ۲۴مه نېټه) په هغې یوې ورځنۍ نړۍوالې غونډه کې وکړې، چې د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لهخوا جوړه شوې وه.
هغه وايي، په تېرو دوه لسیزو کې د اته زره پوځیانو په ګډون شاوخوا ۸۰ زره پاکستانیان د ترهګرۍ سره په جګړه کې وژل شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د ټيټيپي وسلهوال ډېر دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلانوي چېرته چې د طالبانو له پراخ ملاتړه برخمن دي.
هغه زیاته کړه:« له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته داسې تمې وې، چې ګواکې په افغانستان کې راتلونکې سوله او ټیکاو به د سیمې پر سولې او ثبات هم اغېز پرې باسي؛ خو د دوی دغه تمې پوره نه شوې.»
تر دې وړاندې ځینو نورو پاکستاني چارواکو هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د نا امنیو په زیاتوالي کې د پړې ګوته افغانستان ته نېولې وه، چې هره پلا د افغانستان د طالبانو لهخوا د دوی دغه اندېښنې بېځایه بلل شوې او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپل بام واوره د نورو په بامونو ورغورځوي.
په دغې ناسته کې یو شمېر ویناوالو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د کاري او زدهکړو پر سر د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه هم وکړه.