د پښتونخوا په لکي مروت کې جرګې په دغه سیمه کې د عملیاتو مخالفت وکړ

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

د پښتونخوا په لکي مروت کې زرګونو کسانو په جرګه کې ګډون سره په دغه سیمه کې د ترهګرۍ پر غندلو سربېره د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت وکړ.
لکي مروت د پاکستان طالبانو غورځنګ د نفوذ سیمه بلل کېږي او پکې پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه کېږي.

د لکي مروت جرګې سره هممهاله په دغه سیمه کې د سوداګرو ټولنې یا انجمن تجاران د بې قانونۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ پرضد کاربندیز کړی دی.

له پخوانۍ قبایلي سیمې وزیرستان سره نږدې لکي مروت هم په هغو سیمو کې ده چې ورځ تر بلې پکې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېرېږي.

د پاکستان پوځ پر ۲۰۱۴ کال په وزیرستان کې هم عملیات وکړل، چې له امله یې په لکونو خلک د پاکستان پر مختلفو ښارونو سربېره د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم کډوال شول.

د لکي مروت جرګې دلیل دا دی چې که وزیرستان کې عملیاتو سره د طالبانو بریدونه ختم نه شول، نو لکي مروت کې به هم خلک کډوال شي، خو وسلوال به ختم نه شي.

نور خبرونه

رادیو