په اسلام اباد کې د افتاب په نامه د یوه ښوونځي او ښوونیز مرکز چلوونکي وايي، چې د «مالي ستونزو» له امله یې دغه ښوونځی وتاړه.
د دغه ښوونځي مشر سید قاسم هاشمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښوونځي په تړلو سره ګڼ افغان ماشومان په تېره بیا کډوالې نجونې له زدهکړو بې برخې پاتې شوې.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: دغه ښوونځی چې یو نیم کال وړاندې د اسلام اباد په (بي ۱۷) سیمه کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره جوړ شوی و، دمګړۍ یې ۴۰۰ زدهکوونکي لرل چې د شاوخوا ۳۰ ښوونکو لهخوا ورته زدهکړې ورکول کېدې.
ښاغلی هاشمي وایي، دوی د افغانستان د تعلیمي نصاب له مخې ماشومانو ته درس ورکاوه او هغوی ته یې د انګلیسي ژبه هم ور زده کوله، چې په دغه ښوونځي کې ټولې زدهکړې وړیا وې.
ښاغلي هاشمي دا هم وویل، تر دې مهاله د دوی مالي لګښت په بهر کې د یو شمېر افغانانو لهخوا تمویلېده چې دا مهال دغه مرستې بندې شوې او تر راتلونکې یوې میاشتې دوی کولای شي د ښوونځي کرایه پرې کړي.
پاکستان ته ډېر کډه شوي افغانان د خپلو ماشومانو د زدهکړو له امله اندېښمن دي.
دوی وايي، په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس د پرې کولو وس نه لري او تر دې مهاله نړۍوالې ټولنې هم دې برخې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.