خواجه اصف: په کابل کې د طالبانو بریالیتوب نن هم د ستایلو دی

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

د پاکستان د ملي دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، کله چې طالبان پر کابل واکمن شول ما ټوېټ کړی و او ویلي مې و:« چې واک ستاسو دی او خدای زموږ دی، زه اوس هم په خپله خبره ولاړ یم.»

نوموړي دغه څرګندونې له جيونيوز سره په خبرو کې کړې او ویلي یې دي، په کابل کې د طالبانو بریالیتوب نن هم د ستایلو وړ دی.
هغه ویلي:« طالبانو د زبرځواکونو له ملاتړ پرته یو زبرځواک مات کړ. دا د یوه مظلوم بریالیتوب و، چې زه یې ستاینه کوم.»
هغه زیاته کړې، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د افغانستان د مستقیم یا غیر مستقیم کنټرول له امله دلته بریدونه کوي او په پاکستان کې ناامني او ترهګري خپروي.
تر دې وړاندې هم پاکستان په ځلونو افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي په ملاتړ تورن کړي او تل یې دا ادعا کړې ده، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې امن ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه پلانېږي؛ خو دا هغه ادعا ده، چې طالبانو تل رد کړې ده او ویلي یې دي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

نور خبرونه

رادیو