د سویلي پښتونخوا چمن ښار کې پرلت له دوه سوه ورځو واوښت؛ خو لاهم خپل هدف ته د رسېدو په موخه مبارزه کوي.
پرلتوال وايي، که یې غوښتنې ونه منل شي د اسلام اباد لوري ته به پلی لاریون پیل کړي.
د چمن ځايي اوسېدونکو، سوداګرو او کارباریانو دوه سوه ورځې د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون پیل کړ، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ دې پر پاسپورټ او ویزې وشي.
دغو پرلت کوونکو د پاکستان د حکومت له لوري له هغې پرېکړې وروسته چې باید د چمن - سپین بولدک پر دروازه دې پر پاسپورټ او ویزې تګ راتګ وشي غبرګون وښود او څو ځله یې لاریونونه وکړل.
د چمن پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی وايي، د پرلت په استازولۍ یې یوشمېر کسان اسلام اباد ته لېږلي چې له مرکزي حکومت سره د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو د پرېکړې د لغوه کېدو په اړه خبرې وکړي.
نوموړی وايي، که د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتنې ونه مني له چمنه تر اسلام اباده به پلی لاریون پیل کړي.
ښاغلی غوث الله وايي:«موږ د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره هر ډول مدني حرکتونه وکړل؛ خو حکومت له خپلې پرېکړې په شا نه شو . موږ هم تر هغو خپله مبارزه نه پرېږدو چې د پرلت غوښتنې نه وي منل شوي. که د اسلام اباد له لوري مثبت خبر را نه شي موږ به له دې ځایه پلی لاریون د اسلام اباد خواته پیل کړو.»
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو له امله په سپین بولدک او چمن کې د زرګونو کسانو سوداګري او ژوند زیانمن شوی او پر دغه سوداګریزه دروازه کاروبار په ټپه درېدلی دی.
نوموړی وايي:« د افغانستان او پاکستان طرفونو ته تجارت بند دی. دا هغه دروازه ده، چې دلته هره ورځ د مېلیونونو ډالرو کاروبار کېده؛ خو نن د سپین بولدک او چمن خوا ته ان عام خلک د بېکارۍ څخه د ماښام لپاره ډوډۍ هم نهلري.»
د پاکستان یوشمېر سیاسي ګوندونه هم د یاد پرلت ملاتړ کوي.
پرلتوال وايي، په راتلونکو څو ورځو کې یې که غوښتنې ونه منل شي سلګونه پرلتوال به د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون په ملاتړ تر اسلام اباده پلی لاریون پیل کړي.