د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د خپل درې ورځيني سفر پرمهال په بېلابېلو برخو کې ۸ تړونونه لاسلیک کړل.
د پاکستاني او ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي پلاوي په حضور کې د سوداګرۍ، اقتصاد، امنیت او کرنې په برخو کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران هوکړه کړې څو تر راتلونکو پنځو کلونو د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.
دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دوه اړخیزه سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او په سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ فعالیتونو ته وده ورکړي.
له دې سره، د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هم پر ګډو هڅو هوکړه وکړه.
د ایران ولسمشر له پاکستان سره د سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په موخه ددې هېواد د لومړي وزیر په بلنه د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.
له ښاغلي رییسي سره په دې سفر کې د نوموړي مېرمن، د بهرنيو چارو وزير، د کابينې یو شمېر غړي او يو لوی سوداګريز پلاوی هم ملتیا کوي.
نوموړي په دغه درې ورځيني سفر کې د سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ګډون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ددې هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره کتلي دي.
ټاکل شوې، چې رییسي به لاهور او کراچۍ ته هم ولاړ شي.