پاکستان په یوه سمبولیک ګام کې دغه هیواد ته د ابراهیم رییسی له سفر سره جوخت د اسلام اباد د لویې لارې نوم د «ایران سړک» په نوم بدل کړ.
جيو نيوز راپور ورکړو چې مرکزي حکومت د دغې لويې لارې نوم بدلولو لپاره د شهباز شريف کابينې منظوري ترلاسه کړې ده.
په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د (غوايي درېیمه) له جیونیوز څخه خپور شو، راغلي چې د اسلام اباد د نوې لویې لارې د جوړولو کار د پانګونې د پراختیا ادارې له خوا پیل شوی او یو پړاو یې بشپړ شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې د دغې لویې لارې د جوړولو دوهم پړاو به د اسلام اباد تر اقبال لاهوري سړک پورې وغځول شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دوشنبې په ورځ د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته ورسېد. دا په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه له ټاکنو او د شهباز شریف په مشرۍ د نوې کابینې له جوړېدو وروسته هغه هېواد ته د یوه ولسمشر لومړی سفر دی.