د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پر ګډو هڅو هوکړه وکړه.
ابراهیم رییسي چې نن اسلام اباد ته رسېدلی دی، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې د نوموړي په دفتر کې وکتل.
دواړو لورو په سیمه کې د ترهګرو په شتون اندېښنه وښوده او د ترهګرو د له منځه وړلو په برخه کې یې پر ګډې مبارزې هوکړه وکړه.
د ایران ولسمشر له شهباز شریف څخه د نوموړي له تود هرکلي مننه وکړه او دواړو لورو د دوه اړخیزو ګټو په برخو کې د همکارۍ په زیاتولو هم خبرې وکړې.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي چې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) پاکستان ته په درې ورځیني سفر تللی دی، ټاکل شوې چې د پاکستان د ولسمشر په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
له ښاغلي رییسي سره په دې سفر کې د نوموړي مېرمن، د بهرنيو چارو وزير، د کابينې یو شمېر غړي او يو لوی سوداګريز پلاوی هم ملتیا کوي.
دا له ۲۰۱۷ کال وروسته پاکستان ته د یوه ایراني ولسمشر لومړی سفر دی.
رییسي په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی، چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه دواړو هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.
له دغو بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې هم وې.
اوس پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې د ایراني پلاوي له دغه سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې او هر اړخیزې ګډې همکارۍ رامنځته شي.