د ایران ولسمشر پاکستان ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ غویی ۳

د ایران ولسمشر نن سهار د یوه لوړ پوړي سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسید.

ابراهیم رییسي به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

رییسي پاکستان ته له خپل سفر مخکې د امنیتي مسایلو اهمیت ته په اشارې سره وویل: «موږ د پاکستان امنیت خپل امنیت ګڼو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.»

د ایرنا اژانس د راپور له مخې، له ښاغلي رییسی سره پاکستان ته په دغه دوه ورځني سفر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع ، کور جوړونې، صنعت وزیر، کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د روغتیا وزیر ملګری دی.

ټاکل شوې چې پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر په ترڅ کې به د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، قضا او کرنې په برخو کې د همکاریو یو لړ سندونه لاسلیک شي.

نور خبرونه

رادیو