ټاکل شوې، چې پاکستان به د دوشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي کوربه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې رییسي د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.
یاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د غویي ۲مه) ویلي، چې د ایران ولسمشر به د یوه سیاسي - اقتصادي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته د درې ورځیني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي، چې په دغه سفر کې له ابراهیم رییسي سره د نوموړي مېرمن هم ملتیا کوي او دوی به لاهور او کراچۍ ته هم ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې اعلان وکړ، چې د ایران ولسمشر به له خپل پاکستاني سیال او د دغه هېواد له لومړي وزیر سره هم وګوري او دواړه خواوې به په دوه اړخیزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او د سیمه ایزو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړي.
نوموړې وایي، چې په دغه هېواد کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته پاکستان ته د دغه هېواد د ولسمشر په کچه د ایران د لوړ پوړو چارواکو لومړی سفر دی.
مېرمن بلوچ ټینګار وکړ، چې ایران او پاکستان د تاریخی، کلتوری او مذهبی مشترکاتو پر بنسټ پیاوړې دوه اړخیزې اړیکې لري او دغه سفر د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروی.
ایراني چارواکي په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د روان میلادي کال د جنوري په ۱۷مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر هغه وروسته خرابې شوې، چې ایران د پاکستان په بلوچستان ایالت کې هوایي بریدونه وکړل.
که څه هم ایران ویلی و، چې په دغو بریدونو کې یې د جیش العدل ډلې پټنځایونه په نښه کړل، خو پاکستان ویلي و چې په دغو بریدونو کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
پاکستان ددغه بریدونو په غبرګون کې بیا له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې یې د اورپکو پر پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۹ کسان پکې ووژل شول.