په ډېره اسماعیل خان کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته

AP ۱۴۰۳ غویی ۲

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د ناپېژاندو وسله‌والو په یوه برید کې پنځو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پولیس وایي، په دغه برید کې د پاکستان د ګمرکونو د يوه امر او د هغه د همکار په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور بیا ټپيان دي.

د ځایي پولیسو په خبره، دغه برید تېره شپه ناوخته هغه مهال شوی چې د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان د يارک په ټال پلازه کې ناپېژاندو وسله‌والو د دوی پر موټر ډزې وکړې.
تېره اونۍ هم دې ته ورته په یوه برید کې ناپېژاندو وسله‌والو پنځه پولیس وژلي وو.
لاتراوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.
د یوه بل خبر له مخې، د خيبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په کلاچې سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو يو افسر وژل شوی دى.
پوليسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، نوموړی د رخصتۍ لپاره خپل کور ته روان وو چې په نښه شو.
په څه کمې یوه اونۍ کې دا درېیم برید دی، چې په دغې ولسوالۍ کې پر دولتي کارکوونکو کېږي.

نور خبرونه

رادیو