په پېښور کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په دغې صوبه کې د وروستیو ورښتونو له امله د مړو شمېر ۴۶ او د ټپیانو شمېر ۶۰ تنو ته پورته شو.
په راپور کې راغلي، چې په خیبرپښتونخوا کې د تېرو اتو ورځو په ورښتونو کې په بېلابېلو پېښو کې په وژل شویو کسانو کې ۲۵ ماشومان، ۱۲ نارینه او نهه ښځې شاملې دي.
دغې ادارې ویلي، د ټپیانو شمېر ۶۰ ته رسېدلی چې ۳۳ نارینه، ۱۶ ماشومان او ۱۱ ښځې دي.
د چارواکو په وینا، صوبايي حکومت اغېزمنو کورنیو سره د ۱۱۰ مېلیونه روپیو مرستې خبر ورکړی دی.
د بلوچستان په سوېل لوېديځه صوبه کې د صوبايي چارواکو په وينا، د جمعې له ورځې راهيسې سختو بارانونو ۱۵ کسان وژلي او په ګڼو سيمو کې سېلابونه راوتلي دي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ویلي، د اقلیم بدلون د صوبايي حکومت لپاره یوه "ننګونه" ده.
هغه د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل:« اوسني بارانونه غیر معمولي دي، چې په تېرو زرو کلونو کې نه دي راپور شوي.»
په پاکستان کې په تېرو درېیو اونیو کې د سختو ورښتونو له امله د دغه هېواد په ځینو برخو کې ځمکې ښویېدلې او د سېلابونو د راوتو لامل ګرځېدلي دي.
په ختیځ پنجاب ایالت کې بیا د چت د نړیدو له امله د مړو شمېر ۲۱ تنو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې سویل لویدیځ کې په بلوچستان ایالت کې د ۱۰ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.