د پاکستان د مالیې وزیر: له پیسو نړیوال صندوق په میلیاردونو ډالر پور غواړو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱

د پاکستان د مالیې وزير محمد اورنګزېب وویل،چې دغه هېواد له پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف د میلیاردو ډالرو اوږدمهالی پور غوښتنه کوي.

د ترکیې له ټي ار ټي دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې نوموړي وویل، چې د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره یې پر دې پور خبرې روانې دي.

که څه هم نوموړي د دې پور کره شمېر نه دی ښودلی، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي، اسلام اباد له ای اېم اېف له شپږو تر اتو میلیارد ډالرو پور تمه لري.

پاکستان چې له څو کلونو راهیسې یې اقتصاد پر ځوړ روان دی، د روپۍ ارزښت یې هم ورځ تر بلې کمېږي.

دې وروستیو ورځو کې یې ارزښت نور هم ټیټ شوی، خو د مالیې ښاغلی اورنګېز د روپۍ ارزښت نور کمېدل ردوي.

نوموړي ترې دې مخکې په واشنګټن کې له بلومبرګ ټیم سره د ګردي میز ناستې ته وینا کې وویل، چې د پاکستان قوي ذخایر، د کرانسۍ پیاوړتیا او د صادراتو وده د روپۍ د ارزښت په ساتلو کې مرسته کوي.

هغه وویل چې هیواد یې د صنعت، کرنې او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې په راتلونکو کلونو کې څلور سلنه پرمختګ کوي.

له دې وړاندې د پاکستان د ماليې وزارت خبر ورکړی و، چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق د شپږ میلیارده ډالرو د پور اخیستو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

دوی وايي، چې له ای ایم ایف سره د پور د نوي پروګرام لپاره خبرې اترې به د دویمې اقتصادي کتنې سره ترسره شي او له دې صندوق څخه به د ۶ میلیارد ډالرو نوي پور پروګرام غوښتنه وشي.

ویل کیږي، چې د ای ایم ایف په شرایطو کې د ګازو بیه ښايي ۶۷ سلنه نوره هم ګرانه شي.

د مالیې وزارت د سرچینو په وینا؛ د نوي پور پروګرام لاندې به برېښنا او ګاز نور هم ګران شي او مختلفو سکتورونو ته ورکړل شوي سبسایډي به په مرحله واره توګه ختمه شي. د ټېکسونو په لړ کې به مختلفو سکټورونو ته ورکړل شوې استثنا هم ختمه کړل شي.

د پاکستان د مالیې وزارت سرچینې وايي، چې د پورونو نوی پروګرام به د اوسني معیار د موافقتنامې په پرتله د سختو شرایطو پر بنسټ وي.

ای ایم ایف به د راتلونکي مالي کال د بودیجې لپاره د مالیې وزارت ته وړاندیزونه ورکړي، چې د پلي کېدو لپاره به یې پاکستان تضمین ورکړي.

پاکستان لا له وړاندې یو له هغو هېوادونو څخه و، چې له نړۍوال وجهي صندوق څخه یې تر ټولو زیات پور اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو