افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې په پېښور کې د ننګرهار ولایت یو قومي مشر د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
د سرچبنو په وینا، دغه قومي مشر شېرمحمد نومېده چې د درملنې لپاره پېښور ته تللی و.
د پېښور د پولیس چارواکو هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پېښه دوه ورځې وړاندې د دغه ښار رېنګ روډ په ګلشن پارک سیمه کې شوې وه.
د پولیسو په وینا، نوموړی د ناپېژاندو موټرسایکل سپرو په ډزو کې وژل شوی دی.
پولیسو همدارنګه ویلي، چې له پېښې وروسته د هغه موټرچلوونکي د پېښې په اړه پولیسو ته عریضه کړې وه.
دغه پولیس چارواکو زیاته کړې، چې په دې اړه یې پلټنې روانې دي.