په پاکستان کې د سختو بارانونو د لړۍ پر دوام، په چمن او کشمیر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د چمن د چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي چې موټر یې په سېلاب کې ډوب شوی دی.
د راپورونو له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې د بارانونو له پیله یوازې په بلوچستان کې د چتونو د غورځېدو، د برېښنا د پرې کېدو او نورو پېښو په پایله کې ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دغو چارواکو ویلي، د سېلابونو له امله سړکونو ته هم سخت زيان رسېدلى چې له امله یې د چمن بلوچستان لاره له نورو سيمو سره تړلې ده او افغان ټرانزیټ هم بند شوى دى.
بل اړخ ته د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په موییان خاکیان سیمه کې د باران له امله په دوو جلا پېښو کې اته کسان مړه شوي او ۱۴ نور ژوبلېدلي دي.
په اورمړه، پسني، جیواني، زیارت، لورالايي، موسی خیل، بارکان، دیره بګټي، کوهلو، سبي، بولان، نوشکي، دالبندین، واشک، پنجګور او سرحدي سیمو کې هم د باران له امله د کورونو او سړکونو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.