پر چینايي انجنیرانو د وسلهوال برید وروسته دا دویم ځل دی، چې په تېرې یوه میاشت کې دغه هېواد کې بهرنیان په نښه کېږي.
پولیس سرچېنې وايي، په دغه برید کې جاپاني وګړو ته زیان نه دی اوښتی؛ خو د هغوی دوه ساتونکي وژل شوي دي.
پولیس سرچېنو دا هم ویلي، چې بریدګر پر یوه موټر سایکل سپاره وو چې د پولیسو لهخوا ووېشتل شول او ځای پر ځای مړه شوي دي.
که څه هم چې تر اوسه د دغه برید پړه چا نه د ه منلې؛ خو پاکستاني پولیس دغه برید د « ترهګرو» ډلو کار بولي، خو د کومې ډلې یا تنظیم نوم یې نه دی اخیستی.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د چینايي انجنیرانو موټر په نښه شوی و، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه چینايي انجنییران وژل شوي وو او د هغه برید پړه هم بلوڅ بېلتون پالو په غاړه اخیستې وه.
ګڼ پاکستانیان وايي، د دغه شان بریدونو اصلي موخه دا ده چې بهرنیان دلته له پانګونې ډډه وکړي او د نا امنیو له امله په دغه هېواد کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.