د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر دغه هېواد ته په رسمي سفر ور شي.
که څه هم د ښاغلي رییسي د سفر کره نېټه نه ده ښودل شوې، خو پاکستاني رسنیو د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل چې نوموړی به پنځه ورځې وروسته اسلام اباد ته ور شي.
دا تېره جنورۍ کې د یو بل په خاوره له توغندیز برید وروسته د اسلام اباد او تهران د اړیکو د ښه والي ښکارندويي کوي.
د ایران سپاه پاسدران د پاکستان د بلوچستان د جندالله ډلې د مرکزونو د له منځه وړلو په پلمه توغندیز برید وکړ، خو پاکستان وویل، ولسي وګړي وژل شوي.
په مقابل کې اسلام اباد هم د ایران په سیستان بلوچستان کې د خپلو مخالفو وسلوالو د په نښه کولو په پلمه توغندیز برید وکړ او په ځواب کې تهران وویل چې ولسي وګړي وژل شوي دي.
د اسراییل او حماس د جکړې له پیلېدو وروسته دې توغندیز برید په سیمه کې د یوې بلې پراخې جګړې وېره پیدا کړې وه، خو دواړو هېوادونو له یو بل سره د خبرو له لارې د ستونزو حلولو خبره وکړه.
پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر خبر په داسې مهال دی چې امریکا او بریتانیا پر اسراییل د ایران د تېرې شنبې ورځې د توغندیز برید په ځواب کې پر تهران د نویو بندیزونو لګولو هڅه کوي.
پاکستان ته د ایراني ولسمشر دا سفر به اسلام اباد ته د سعودي د لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي تر سفر څو ورځې وروسته وي.
د سعودي د بهرنیو چارو زویر په مشرۍ د دغه پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان چارواکي وايي، چې ریاض په دغه هېواد کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي.