د پاکستان لومړي وزیر له سعودي سره په سوداګرۍ او پانګونه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
شهباز شریف د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ پلاوي سره په لیدنه کې وویل، چې سعودي باید په پاکستان کې د خپلې پانګونې د لومړي پړاو چارې ګړندۍ کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي شریف نن په اسلام اباد کې د سعودي عربستان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې اسلام اباد ته د دوی سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو او سوداګریزو همکاریو د نوي پړاو د پیل ښکارندوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په دغه هېواد کې اوسمهال د پانګونې لوی ظرفیت رامنځته شوی دی.
له دې سره، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.
پاکستاني رسنیو د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بللې ده.
د سعودي پلاوي دا سفر تر هغې وروسته کیږي، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ریاض ته تللی و او له محمد بن سلمان سره یې په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لورو په پاکستان کې د سعودي عربستان د پنځه میلیارده ډالرو پانګونې د لومړۍ برخې پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د یادونې ده، چې اوسمهال د پاکستان لومړي وزیر له سعودي پلاوي سره په کتنه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه.