د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د پاکستان د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته لومړنی بهرنی مشر وي، چې پاکستان ته سفر کوي.
د ډېپلوماټيکو سرچينو له مخې؛ د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي به د اپرېل په ٢٢مه له يوه پلاوي سره پاکستان ته ځي.
جیو نیوز د یوې سرچينې په حواله ویلي، چې د ايران ولسمشر به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير شهباز شريف او پوځي مشرانو سره وګوري.
سرچینه زیاتوي، چې پاکستان ته د ایراني ولسمشر د سفر پر مهال به پر دوه اړخیزو مسایلو او د پاکستان-ایران د ګازو د پایپ لاین په ګډون د منځني ختیځ پر بدلېدونکي وضعیت هم خبرې وشي.
پاکستان به له ایران سره د ګازو د پایپ لاین له جوړولو مخکې د پایپ لاین سروې بیا تایید کړي.
د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ایران د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمه کې توغندیز بریدونه وکړل، چې په ځواب کې پاکستان هم د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې بریدونه وکړل؛ خو د دواړو خواو له خوا د ډېپلوماټيکو لارو مسالې په دوستانه ډول حل شوې او له پېښې سمدستي وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان هم پاکستان ته سفر وکړ.