د بښنې نړۍوال سازمان: د افغان کډوالو د اېستلو دوام، د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخوي

AP ۱۴۰۳ وری ۷

د بښنې نړۍوال سازمان په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.

د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ډله‌ییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم دې د کډوالو حقونه خوندي کړي.
د کډوالو د اېستنې دویمه لړۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.
له بل پلوه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.
ډان ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، پاکستاني پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو ځایونه دې په نښه کړي.
تر دې وړاندې وړمه اونۍ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده وو.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې د ستنېدونکو یوې بلې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
تر دې وړاندې بیا پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو