مریم نواز شریف د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه وټاکل شوه

AP ۱۴۰۲ کب ۷

مريم نواز شريف د ٢٢٠ رايو په ترلاسه کولو سره د پاکستان د پنجاب ايالت د اعلی وزيرې په توګه وټاکل شوه.

دا لومړی ځل دی، چې یوه ښځه د پاکستان د یوه ایالت اعلی وزیرې په توګه ټاکل کیږي.

د هغې سيال نوماند رانا افتاب خان چې د اهل سنت د یووالي شورا لخوا نومول شوى و، د خپل ګوند له رایې ورکولو څخه د بايکاټ له امله هيڅ رايه ترلاسه نه کړه.

د غونډې په پیل کې رانا افتاب خان او نور ملاتړي یې د پنجاب ایالت صوبايي اسمبلۍ څخه هغه وخت ووتل، چې د مجلس رییس ورته د خبرو اجازه ورنکړه.

مریم نواز شریف د مسلم لیګ ګوند غړې او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور ده.

نور خبرونه

رادیو