د بلوچستان په سیبۍ ضلع کې د ملېشه ځواکونو په نوښت د ال پاکستان کبډي تورنمنټ پایلوبه رحیم یار خان کلب وګټله.
دغه ټورنمنټ چې یوه اونۍ روان و، د پاکستان له بېلابېلو ښارونو اتو لوبډلو پکې برخه اخیستې.
په پایلوبه کې رحیم یار خان کلب د شنبې په ورځ د خان خدایي مرغزاني کلب ماته ور کړه او د ټورنمنټ اتل شو.
د ټورنمنټ په پای کې ګټونکي لوبډلې او لوبغاړو ته انعامونه او مډالونه ورکړل شوې.
د دې لوبې لیدلو ته د کالج او پوهنتون پر زدکوونکو سربېره د سیمې مشران او سیاستوال هم ورغلي وو.