د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې نن د دوشنبې په ورځ په شارجه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دوو تمریناتي سیالیو لپاره د افغانستان ۱۷ کسېزه لوبډله اعلان کړه.
د دغو لوبو لوبډلمشري به حشمت الله شهیدي کوي.
په لوبډله کې ځوان لوبغاړي لکه: محمد اسحاق رحيمي، دروېش رسولي، بهير شاه محبوب او ښي لاسي تېز توپ اچونکی بلال سميع هم شامل دي.
دغه لوبې به د ۲۰۲۳ کال وروستۍ ۵۰ اوریزې لوبې وي.
د عربي اماراتو پر وړاندې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، اکرام عليخېل، محمد اسحاق رحیمي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، دروېش رسولي، بهیر شاه محبوب، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، عبدالرحمن رحماني، فرید احمد ملک، یامین احمدزی، بلال سمیع او ضیا الرحمان اکبر هم برخه لري.