له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له پیله تر اوسه پورې زرګونه افغانان په ناسم حالت کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
یو شمیر کورنۍ د پاکستاني پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي او یو شمېر نور بیا د لیږدېدو له پڅ بهیر څخه سر ټکوي.
د دغو ستونزو د حل په موخه بیا په خیبرپښتونخوا کې د میشتو افغان کډوالو اتشې په پیښور کې د (یو اين اېچ سي آر) ادارې له مشر سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو د ځورولو د مخنیوي او د ستنېدو د چارو په آسانتیا ټینګار کړی دی.
د افغان کډوالو اتشه نیاز محمد عارف په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو د کارټونو د بندیدو، د نغدي مرستو د زیاتوالي او د کډوالو په چارو کې ددوی د لا اغیزمنو ګامونو په پورته کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
له دې سره، په پېښور کې د (یو اين اېچ سي آر) ادارې مشر ښاغلي (کوفي دودو مو) د ياد سازمان له لوړپوړو چارواکو سره د شته ستونزو د شريکولو ډاډ ورکړ او دواړو خواوو پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ.
سره له دې چې د کډوالو د اېستلو له پیلیدو سره ډیر شمیر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو و اېستل شول، خو په دې وروستیو کې د کډوالو د اېستلو بهیر کم شوی دی.