د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، له چمن تر کوټې د دغه غورځنګ په پښو تګ چې پرون پیل شوی، نن هم روان دی او لاریونوال به سبا یکشنبه هم خپل پلي تګ ته ادامه ور کوي.
د غورځنګ لسګونو پلویانو دا لاریون د چمن پرلت او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې کړی دی.
مشر منظور پښتین خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې دا حرکت یې له افغانانو سره په پاکستان کې د روان زیاتي او د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون او همدانرګه د علي وزیر ،نورالله ترین، ګیلامن پښتین، عیدالرحمن، زاکیم وزیر او زینت الله د بند څخه د خلاصون لپاره کړی دی.
د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون کې لسګونه زره کسانو له یوې میاشتې راهیسې پرلت کړی.
دوی ګواښ کړی، چې که پاکستان خپله پرېکړه وا نه خلي؛ نو خپل پرلت به نورو سیمو ته هم وغځوي.
د پاکستان دغې پرېکړې او پرلت له امله د سوېلي پښتونخوا د اوسېدونکو کاروبار په ټپه درېدلی دی.
پرون هم د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت وهونکو د ملاتړ په موخه د چمن ښار زرګونه ماشومانو د د پرلت په ملاتړ راوتلي وو.
پاکستان نه یوازې تراوسه په دې هکله خپله پرېکړه نه ده اخیستې، بلکې دغه پرلت ته د ځینې سیاسي مشرانو او فعالانو د تګ مخه یې هم نیولې ده.
پاکستاني چارواکو تېره اونۍ دې پرلت ته د قامي اسمبلۍ د غړي محسن داوړ د تګ مخه ونیوله او علي وزیر یې دې پرلت کې له ګډون وروسته ونیو.
د پاکستان دغو اقداماتو د نړیوالو سازمانو په تېره د بشري حقونو د ملاتړو ډلو غبرګون هم پارولی دی.
د بښنې نړیوال سازمان درې ورځې مخکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د چمن پرلت کې له ګډون د ځینې سیاسي مشرانو پر منع کولو او یا د هغوی پر بندي کولو اندېښنه وښوده.
دغه سازمان د اسلام اباد له حکومته غواړي، چې د بیان ازادۍ او په چمن پرلت کې د سیاسي مشرانو اعتراض ته درناوی وکړي.