شکریه خوږیاڼۍ وايي، له کورنۍ سره اسلام اباد ته د ماما د کورنۍ لیدو ته روانه وه، خو په لار کې پولیسو ونیول او له ۲۸ ورځې زندان وروسته یې پر تورخم افغانستان ته واړول.
دا وایي، پولیسو دا اجازه ور نه کړه چې پېښور کې خپل دوکان پر چا خرڅ کړي او د کور د کلونو توکي ور سره یوسي.
شکریه اته کلنه وه، چې له افغانستانه پاکستان ته کډواله شوه. هغې د ماشومتوب لوبې د جلال اباد په کوڅو کې هغه مهال کولې چې هره شېبه پکې د راکېټ د لګېدو امکان و.
نوموړې اوس ۳۴ کلنه انجینیره ده، زدکړې یې په پېښور پوهنتون کې بشپړې کړې او اوس په جبري ډول افغانستان ته ستنه شوې.
شکریې له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دوی له خپلې کورنۍ سره د اکټوبر په اتمه نېټه د ماما کورنۍ د لیدو لپاره اسلام اباد ته په لار پولیسو ونیول.
هغه زیاتوي:” بدبختي دا وه، چې موږ لا اسلام اباد ته نه وو رسېدلي، چې په لار کې د پولیسو له خوا ونیول شو. زه، زما پلار او مور او درې کوچنۍ خویندې مې پولیسو له ځانه سره بوتلو”.
نوموړې وايي، چې پولیسو ترې د اسنادو غوښتنه کوله خو له دوی سره د کډوالۍ له کارت پرته نور اسناد نه وو، نو ځکه پولیسو د هغې پلار په څپېړو وواهه او دوی ټول یې زندان ته بوتلل.
شکریه د زندان کیسه کوي او وايي، چې د دوی پلار یې ترې جدا کړ او دوی یې په یوه ځانګړي زندان کې واچول چې ګڼې نورې ښځې هم پکې زنداني وې.
د شکریې په خبره، دوی نه پوهېدل چې وړاندې ورسره څه کیږي، مګر اته ویشت ورځې یې په زندان کې له سختو کړاوونو سره تېرې کړې دي.
هغې زیاته کړه: “ په زندان کې د ډوډۍ ستونزه وه، ډېره کمه او سوځېدلې ډوډۍ به یې راکوله، تشناب ته به مو نوبت نیوه او یو څو پولیسې وې هره ورځ به یې موږ ته بد رد ویل او د مهاجرې په نوم به یې موږ بللو”.
شکریه خوږیاڼۍ زیاتوي، چې په خپله اته ویشت کلنه کډوالۍ کې له داسې بدې پېښې سره نه وه مخ شوې او اوس فکر کوي چې د خپل ژوند تر ټولو بدې ورځې یې په پاکستاني زندان کې تېرې کړې.
د هغې په خبره، تر اته ویشت ورځو پورې یې له پلار څخه احوال نه لاره او کله چې پاکستاني پولیسو دوی تورخم ته راوستل په هماغه سهار یې خپل پلار ولید.
خوږیاڼۍ وايي: “پر موږ دا وخت لکه قیامت تېر شو، زما پلار د ډاکتر نجیب د وخت پخوانی صاحب منصب دی، هغه یې ډېر وهلی هم و، ما د خپل پلار مخ ته نه شول کتلی، هغه یې ډېر شکنجه کړی و”.
نوموړې زیاتوي، چې پلار یې په کارخانو مارکیټ کې دوکان لاره او کور یې په حیات اباد کې و: “پولیسو ته مو ډېرې زارۍ وکړې، چې موږ په خپله ځو، د کور وسایل باید له ځانه سره یوسو؛ مګر پولیسو ویل چې اوس هم درسره ښه کوو چې د ترهګرو په کیس کې مو نه بندي کوو”.
هغه وايي، چې ډک کور یې ترې پاتې شو او تر څو چې پوهېدل له بایومټریک وروسته یې د تورخم پر کرښه د افغانستان پر طرف را اړولي وو.
د شکریې په خبره، چې افغانستان ته له راتګ وروسته حیران وو، چې پر کومه خوا او چا کره لاړ شي.
نوموړې وویل: “موږ لا هم په جلال اباد کې د یوه خپلوان کور کې اوسو، ځکه زموږ هستي او نیستي ټوله په پېښور کې پاتې شوه”.
شکریه خوږیاڼۍ په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده او زیاتوي، چې پر مېرمنو او نجونو د طالبانو له خوا بندیزونه او بې کاري به یې د کور د څلورو دېوالونو بندیوانه کړي.
پاکستان د یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وړاندې هم د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو او په زوره د اېستلو بهیر پیل کړی و.
د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغانان په پاکستان کې له اسنادو پرته کډوال دي او په څه باندې یوه میاشت کې دوه لکه لس زره یې له دغه هېواده وتلو ته اړ شوي دي.