افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ارګ کې سرچینو ویلي، د افغانستان د واک او ځواک دغه تر ټولو مهم او تاریخي ځای اوس د څلورو طالب مشرانو ترمنځ وېشل شوی. دوی یا یوازې دلته اوسېږي او یا هم دفتر او استوګنځی دواړه لري. طالب چارواکي ارګ کې دا مهال پر مدرسو سربېره نوې ودانۍ هم په پلان کې لري.
د سرچینو په خبره، د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند حرامسری او کوټي باغچه په واک کې لاري او په دغو ودانیو کې اوسیږي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر اول نمبر قصر چې د پخوانیو ولسمشرانو کور و، واک لري او په دغه ځای کې استوګن دی.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د ارګ په دلکشا ماڼۍ باندې واک لري او پکې اوسیږي، خو دفتر یې دفاع وزارت کې دی.
د پنجشیر او انداربونو لپاره د طالبانو جنګي مسوول قیوم ذاکر د ارګ په اتم نمبر قصر کې اوسیږی.
څو سرچینو وویل چې څو وارې په ارګ کې طالب مشرانو له قیوم ذاکر څخه غوښتي چې له ارګه ووځي، خو نوموړي دغو طالب مشرانو ته منفي ځواب ورکړی او په خپل زور په ارګ کې مېشت دی.
دغه طالب مشران له خپلو کورنیو سره نه اوسیږي، خو ځینې سرچېنې یوازې دومره وايي کله کله د دغو مشرانو بچیان په موقتي ډول لیدل کیږي.
په ارګ کې د امنیت شورا ودانۍ خالي ده، خو ځینې وخت د طالبانو د ریس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له بهرنیو میلمنو سره سره په دغه ودانۍ کې لیدنې لري.
رسیدلي معلومات ښيي چې په ارګ کې یوازې د جنوب ولایتونو طالب مشران اوسیږي خو دلته د حقاني شبکې د مشرانو یا د نورو ولایتونو د طالب مشرانو د اوسېدو راپورونه ناسم دي.
د ارګ پر ځای منډیګک
په جمهوریت کې ټول واک او قدرت له ارګ سره و، خو د طالبانو واک ته رسېدو سره دا واک او قدرت د کندهار منډیګک ته انتقال شوی دی.
ارګ کې مېشت طالب مشران واک نه لري بلکې کندهار کې ناست د دې ډلې مشر ملا هبت الله ټول تصمیمونه نیسي او بیا یې پر ارګ عملي کوي.
په تېر جمهوریت کې ارګ څو ویاندان درلودل خو اوس د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویاند نه لري، بلکې ویاند په کندهار کې د ملا هبت الله سره په څنګ کې اوسیږي او د هغه ویاندي کوي.
تر اوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني نو له همدې امله د بهرنیو پلاوو سفرونه په نشت برابر دي. په ارګ کې کله کله د سفیرانو پر لیدنو سربېره د طالبانو داخلي غونډې او کله هم د دې ډلې ځانګړې ورځې او مشاعرې کیږي.
د پخوا په څېر د کابینې غونډې په منظم ډول نشته، یوازې د ملا هبت الله لخوا نیول شوي تصمیمونه لوستل کیږي او دوی یې له یو څه بحث وروسته اعلانوي چې کابینې دا تصمیمونه تایید کړل.
ارګ ته د ولسي خلکو تګ او راتګ په نېشت برابر دی، بلکې دا ناستې په کندهار کې ترسره کیږي او د ځايي طالب چارواکو په شمول خلک کندهار ته ځي او هلته د ملا هبت الله سره ناستې کوي خو د دې ناستو ډېر کم راپورونه پهر ته راوځي.
وزیران د ارګ پرځای کندهار ته راپور ورکوي او کله هم د سلامشورو لپاره هلته ورځي.
کله هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له کندهار څخه کابل ته راځي، په ارګ کې له یو شمیر کسانو سره ناستې ولاړې کوي ترڅو د دوی خبرې او ستونزې ملا هبت الله ته ورسوي.
د ارګ پخواني کارکوونکي او ساتونکي
د ارګ او د ولسمشر ځانګړي امنیتي ساتونکي چې په پي پي اېس مشهور دي، یوازې څو تنه یې پاتې دي او له وسلو پرته په دروازو کې یوازې د تلاشۍ لپاره ګومارل شوي دي.
د ارګ د تشریفاتو قطعه اوس له یو څه بدلون سره فعاله ده او هغه پخواني کسان اوس هم خپلو دندو کې شته دي.
د ارګ زیاتره پخواني ملکي مامورین پر خپل ځای دي او خپلو دندو ته ځي خو ښځینه کارکونکې خپله میاشتنۍ حاضري لاسلیکوي، پر کور فعاشونه اخلي.
په ارګ کې اوس هم درې طعام خانې فعالې دي، خو خوراکونه کې یې تغیر راغلی دی. په جمهوریت کې د چارو ادارې په طعام خانه کې به په اوونۍ کې درې ورځې غوښه وه، خو اوس یوازې یوه ورځ غوښه ورکوي او تازه میوه یې بنده کړې ده.
خو د ارګ طعام خانه چې د ارګ ساتونکو ته هم ډوډۍ ورکوي، یوه ورځ بعد غوښه پخوي او په خوراک کې تازه میوه هم لري.
د ارګ د اهمیت کمېدو سره بیا هم دلته د خلکو د تلو پروسه سخته ده، یوازې د طالبانو د ډلې مشران او غړي په اسانه ننوځي، خو د ارګ کې مېشت ځینې مشران له ارګ بیرون هم مهمان خانې لري او له خلکو سره د ارګ پر ځای په دغو مېلسمتونونو کې ګوري.
په ارګ کې جوماتونه او مدرسې
په تاریخي لحاظ ارګ یو جومات درلود، خو د طالبانو په لومړۍ دوره کې دلکشا مانۍ ته څېرمه نیم کاره جومات پاتې و، چې بیا وروسته د جمهوریت پرمهال یوځل بیا پرې کار پیل او جوړ شو.
په ارګ کې سرچینې وايي پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ د چورلکو میدان په څنډه کې د جومات جوړولو پلان درلود، خو د جمهوریت ړنګېدو سره دغه پلان پاتې شو.
د طالبانو واک ته رسېدو سره، د دې ډلې رییس الوزرا ملا حسن اخوند د دې جومات بنسټ ډبره د ځانګړو مراسمو سره کېښوده او اوس مهال یې چارې په بشپړېدو دي.
په ارګ کې سرچینې وايي د ارګ ځانګړو ځواکونو لپاره چې په تېر حکومت کې پر پي پي اېس مشهور و، د ودانۍ جوړېدو طرحه جوړه شوې وه، اوس د طالبانو د دې ودانۍ عملي چارې پیل کړې دي خو معلومه نه ده چې له دې ودانۍ به څه ډول ګټه اخیستل کېږی.
دغه سرچینه زیاتوي د ارګ په ۰۵ دروازه کې طالبانو د تهداب لپاره تقشه اچولې، ځیني ګنګوسې په ارګ شته دي چې طالبان غواړي دلته کورونه جوړ کړي.
اوس په په ارګ کې دوه دیني مدرسې جوړې شوې دي.
د طالبانو ریس الوزرا ملاحسن اخوند په ارګ کې د اداري امور ودانۍ ته مخامخ د احسن درالعلوم په نوم یوه مدرسه جوړه کړې ده.
یوه بله مدرسه قیوم ذاکر جوړه کړې ده چې د بیت الله دارلعلوم په نوم یادیږي.
له ارګ د جمهوریت مهال د غالیو ټولول
په ارګ کې سرچېنې وايي طالبانو د ارګ له ټولو جوماتونو قالینې ځکه ټولې کړې دي چې د دوی پر وینا په دغو قالیونو باندې د تېر جمهوریت مشرانو او غړو لمونځونه کړي دي او په دغو قالینونو لمونځونه نه قبلیږي .
نظرونه دا دي چې طالبان غواړي په ارګ کې د جوماتونو او مدرسو تعداد لوړ کړي، ترڅو د دوی سخت دریځه وسلوال طالبان تېرباسي چې د دې ډلې د قدرت لومړی درجه تاریخي ارګ د سیاسي قدرت پرځای یو مذهبي ځای دی او مدرسې پکې فعالې دی.
ارګ د افغانستان د ولسمشرۍ او یا هم شاهي ماڼۍ
ارګ له شاهي نظام څخه شروع تر جمهوري نظامونو پورې د پاچا او یا هم د ولسمشرانو د کار او اوسېدو ځای وو. چې ارګ نه و جوړ شوی، د افغانستان واکدارانو د کار او اوسېدو ځای به تر ډېره بالاحصار کې و.
خو د طالبانو دویم ځل واکمنۍ کې هم د دې ډلې او حکومت مشر په کندهار کې اوسیږي او د ارګ پرځای له کندهار څخه پټ مخ حکومت چلوي چې په افغانستان کې دا ډول حکمراني بې مثاله ده.
هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړي دي، ارګ په ۱۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
د افغانستان د واک او ځواک د سمبول په توګ د ارګ بنسټ هم د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې د کوټي باغچې په جوړېدو سره کېښودل شو او د وخت په تېرېدو سره افغان واکمنو پراخ کړ.
اوس سلام خانې ماڼۍ، حرامسرای، دلکشا ماڼۍ، چارچنار ماڼۍ، ګلخانۍ ماڼۍ او کوټي باغچه د ارګ تاریخي ودانیو کې شمیرل کیږي.