د افغانستان مرګونې زلزلې په تېرو ۳۰ کلونو کې

AP ۱۴۰۲ تله ۱۶

د افغانستان لوېدیځ کې پرون د ۶.۳ درجې لزلې هرات او ور څېرمه ولایتونه ولړزول. لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېر نشته خو ویل کېږي تر دوو زرو کسان پکې مړه شوي دي.

دلته په تېرو دېرشو کلونو کې د افغانستان مرګونو زلزلو ته کتنه شوې ده.

بدخشان ۲۰۲۳

۶.۵ درجې لزلې د بدخشان جرم ولسوالي کې وشوه چې افغانستان او پاکستان کې یې ۱۳ کسان مړه شول.

کونړ ۲۰۲۲

د تېر کال سپټمبر کې هم په کونړ کې زلزلې اته کسان مړه کړل.

پکتیکا د ۲۰۲۲ کال جون

پکتیکا او خوست کې د ۶.۱ درجې لزلې سره یو زر ۳۶ کسان مړه او پراخ تاوان یې واړاوه، چې له امله یې طالبانو د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه.

هندوکش ۲۰۱۵

د ۷.۵ درجې زلزله په افغانستان کې یوه لویه ریکارډ شوې زلزله ده چې له امله یې په دغه هېواد او ګاونډیو پاکستان او هند کې ۳۹۹ کسان مړه شول.

هندوکش ۲۰۰۲

د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې دوو زلزلو په هندو کش کې ۱۱ سوه کسان مړه کړل.

هندوکش ۱۹۹۱

په هندوکش د زلزلې له امله په افغانستان، پاکستان او پخواني شوروي کې ۸۴۸ کسان مړه شول.

قاین ۱۹۹۷

د افغانستان او ایران پر پوله ۷.۲ درجې لزلې په دواړو هېوادونو کې له ۱۵ سوو ډېر کسان مړه او تر لس زرو ډېر کورونه وران کړل.

تخار ۱۹۹۸

د دغه کال په فبروري زلزلې تر ۲۳۰۰ کسان مړه کړل. ځینې اټکلونه دا شمېر څلور زره ښيي. په مۍ کې د ۶.۶ درجې دویمې زلزلې په دغه سیمه کې له ۴۷۰۰ ډېر کسان په سیمه کې مړه کړل.

نور خبرونه

رادیو