نن د اکتوبر اوومه نېټه ده، چې پر دغې ورځ امریکایي ځواکونو د ناټو ټلوالې سره په ګډه پر افغانستان برید وکړ.
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن په خپله اېکس پاڼه دغې ورځې ته اشاره کړې او لیکلی یې دي:« د اکټوبر اوومه نېټه په افغانستان د امریکايي یرغل د پيل ورځ ده.»
هغه لیکلي:« دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې د یوې تورې ورځې په حیث ثبت ده؛ خو د الله شل کاله وروسته د امریکا لهخوا پيل شوی یرغل په ناکامۍ او د هغوی په شکست بدل شو.»
په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته، د متحده ايالاتو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو بوش له طالبانو چې هغه مهال پر افغانستان واکمن ول وغوښتل، چې دوی ته اسامه بن لادن وسپاري، هغه چې پر امریکا د بریدونه طراح ګڼل کېده.
کله چې دغې غوښتنې ته د طالبانو لهخوا د رد ځواب ورکړل شو، پر افغانستان برید ته لاره هواره شوه؛ له هغه مهاله بیا تر ۲۰۲۱ کاله پورې امریکا په دغه هېواد کې شاوخوا شل کاله وجنګېده، د ملیاردونو ډالرو د لګښت تر څنګ یې نږدې دوه نیم زره ځواکونه هم ووژل شول.
که څه هم چې امریکايي ځواکونه د اسامه بن لادن په لټون پسې افغانستان ته ورغلي وو، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دوی د پوځی عملیاتو په ترڅ کې نوموړی و نه مېندل شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۱ کال د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه د اېبټ اباد پوځي چوڼۍ ته څېرمه د هغه په کور کې په نښه او له منځه یوړل شو.
خو د اسامه بن لادن له وژنې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې د جګړې حالت بدل نه شو؛ بلکې دغې جګړې نور هم زور واخیست او د افغانستان ډېرو سیمو ته دغه جګړه وغځېده.
په دغو شل کلنو جګړو کې زرګونه افغانان وژل شوي، ټپیان شوي او تر ډېره له هېواده وتو ته اړ شوي دي.
دا رنګه په دغه هېواد کې لارې سړکونه، پلونه ، روغتونونه، ښوونځي او د خلکو استوګنځي ویجاړ شوي او لا هم افغانان د سرګردانۍ او لالهاندیو سره مخامخ دي.
سره له دې طالبان وايي، چې دوی په زوره له هېواده بهرني ځواکونه اېستي او د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه د خپلې فتحې ورځ یادوي؛ خو ګڼ شنونکي وایي، چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون له لاسلیک کولو وروسته د یو جوړجاړي په پایله کې واکمن شوي، چې د دوی په وینا لا یې هم د دوحې په تړون کې شویو ژمنو ته غاړه نهده اېښې.
دا رنګه لا هم د امریکا لهخوا هره اونۍ د مرستو په کڅوړو کې طالبانو ته ډالر رسیږي، چې د دغو شنونکو په وینا ښايي دا هم د دغه شوي تړون او جوړجاړي یوه برخه وي.