د مالیزیا لومړي وزیر له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له توپیري چلند سیاستونو لاس واخلي.
انور ابراهیم د جمعې په ورځ د (وږي په ۳۱مه) په خپلې وینا کې وویل، د تعليم له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.
د مالیزیا لومړي وزیر وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی.
د ښاغلي ابراهیم په وینا، افغانستان په پرله پسې توګه د وچکالۍ درېیم کال او د ملخانو د ویجاړونکي یرغل سره مخ دی، چې په دغه هېواد کې یې د غنمو حاصلات کم کړي دي.
په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت روان کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اجنډا وه او د ځینو هېوادونو مشرانو په دې اړه ویناوې وکړې.
د جمعې په ورځ د (وږي ۳۱مه) د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند استیفان دوجاریک افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د زدهکړو له حقه بې برخو نجونو او ښځو سره مرسته زموږ په لومړیتوبونو کې ده.
استیفان دوجاریک وویل، طالبانو ته د ملګرو ملتونو پیغام دا دی چې دغه سازمان به تر پایه پورې د ښځو ترڅنګ ولاړ وي.
له دې سره هم مهاله، د دغې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د لومړي ځل لپاره ملګرو ملتونو د هېوادونو او بشري حقونو استازیو په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» په اړه غونډه جوړه کړه.
د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې په کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو د ښوونځيو مخه نیولې ده. دغې ډلې د دوو کلونو په تېرېدو په دې تړاو کورنيو او بهرنيو وړاندیزونو ته هم پام نهدی کړی.
د بشري حقونو فعالان وایي، طالبانو لږ تر لږه ۶۵ قانونه وضع کړي چې ښځې له عامه ژوندانه لرې کړي.