نن د سېپټمبر اتمه، د سواد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
دغه ورځ په ټوله نړۍ کې داسې مهال لمانځل کېږي، چې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې یې له زدهکړو منعه کړای شوې دي.
۷۰۰ ورځې وړاندې طالبانو فرمان ورکړ، چې تر دویمې خبرتیا پورې د نجونو لپاره د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو زدهکړې ځنډول شوې. د ځنډېدو لاملونه هم تخنیکي ستونزې او د نوي نصاب جوړښت بلل شوی و؛ خو واک ته د دغې ډلې له رسېدو په دوو کلونو کې هم دغه ډله نه ده توانېدلې، چې د دوی په وینا دغه ستونزې هوارې کړي.
تېره ورځ د افغانستان په تودو سیمو نیمروز، فراه، کندهار، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او لغمان ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو د دې اجازه تر لاسه نه کړه، چې ښوونځيو ته ولاړې شي.
مریم چې په یوې لوستې کورنۍ کې لویه شوې د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته وایي:« ټوله کورنۍ مې باسواده ده او د ډاکټرانو په کورنۍ کې رالویه شوې یم؛ خو ماته رواني تکلیف پیدا شوی ځکه هیلې مې مړاوې شوې. ما غوښتل چې د زړه ډاکټره شم.»
دا یوازې مریم نه ده چې هیلې یې مړاوې شوې، سما چې دوه کاله مخکې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه وایي:« ما تل په درسونو کې ډېر زحمت ګاللی او غوښتل مې چې یوه لویه ډیپلوماټه شم؛ خو زحمتونه مې په سېند لاهو شول.»
دغه نجونې د سواد د نړۍوالې ورځې په پار له طالب چارواکو غواړي، چې دوی ته دې ښووځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
افغان نجونې او ښځې له نړۍوالې ټولنې هم غواړي، چې په دې برخه کې دې پر طالب مشرانو فشار راوړي.