د افغانستان د زعفرانو اتحادیه: په هرات کې ۵۰ زره ښځې د زعفرانو د پروسس په برخه کې کار کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۳

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال سید عبدالواحد سادات وايي په هېواد کې د زعفرانو ۸۵ سلنه پروسس د ښځو له خوا کېږي.

سادات وویل چې اوسمهال په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې له ۵۰ زرو تر ۶۰ زرو پورې ښځې په کار بوختې دي.

باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په حواله راپور ورکړ، چې څه دپاسه پنځوس زره ښځې د هېواد د زعفرانو په صنعت کې په کار بوختې دي.

طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و چې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو کښت زیات شوی دی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د غويي په لومړیو کې اعلان وکړ چې تېر کال د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په نندارتون کې یې د ۶۰۰ کیلوګرامو افغان زعفرانو سفارش ثبت شوی دی.

د ادارې په وینا، ددې سفارش کلنۍ پلور ارزښت ۱ میلیون او ۷۰ زره ډالرو ته رسیږي.

په بلجیم کې د خوند نړیوال انستیتوت هم اعلان وکړ چې د هرات زعفران د لابراتوار له ازموینو وروسته د خوند له پلوه لومړی مقام ګټلی دی.

نور خبرونه

رادیو