د طالبانو واکمني؛ د دریو خویندو درې ډوله اندېښنې

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۲

درې افغان خویندو کې یوه له پوهنتون فارغه ده، خو وېرېږي طالبان یې له دندې منع نه کړي. دویمه خور یې دې ته ځورېږي چې د پوهنتون پاتې زدکړې به بشپړې کړي او که نه. دریمه هم ځورېږي چې که تر شپږم ټولګي پر پورته زدکړو بندیز وي، نو بې سواده به لویه شي.

مسعوده د یوې افغان کورنۍ مشره لور ده. لوړې زدکړې یې کړې دي او په یوه خصوصي دفتر کې کار کوي.

خو مسعوده هره ورځ له دې وېرې سره کار پیلوي چې هسې نه دا یې د دندې وروستۍ ورځ وي، ځکه طالبانو هغه دوه ځلې له کار منع کړې وه.

مسعوده د ډېری افغان نجونو په څېر له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ګاللو وروسته له پوهنتون فارغه شوې ده.

هغه وايي، په زړه ناروغې مور او پلار یې له اقتصادي ستونزو سره د خپلوانو پر خبرو هم غوږ کوڼاوه او پر دې یې درس وایه، ځکه یې خپله هم ډېر ګوښښ کاوه: اوس نه غواړم چې ټولې خوارۍ مې په اوبو لاهو شي. زه غواړم کار وکړم او خپل وطن ته خدمت وکړم.”

مسعوده چې تېر ځل طالبانو له کار منع کوله تر هغه مخکې یې د دې پر خور ادیبه د پوهنتون دروازه تړلې وه.

ادیبې هم د خپلې مشرې خور په شان په ډېرو کړاوونو تر پوهنتون ځان رسولی او غوښتل یې د مسعودې په څېر فارغه او کار وکړي.

هغه یوازې د زدکړو نیمګړي پاتېدو ته نه ځورېږي، بلکې لوی خپګان یې دا هم دی چې خپله خور یې هره ورځ کار کوي او د کړې خوارۍ ګټه ویني.

ادیبه وايي:” ماهم ډېر کوښښ کړی و او پوهنتون ته مې لار پیدا کړه، خو د پوهنتون پر بندېدو ډېره ناهیلې شوې یمه، زه هم غواړم چې درس ووایم او کار وکړم. کله چې مسعودې ته ګورم ډېر مې زړه ځانته ډک شي، وایم کاش چې ما هم خپلې زدکړې بشپړې کړې وای.”

ادیبه له خپلو هیلو څو ګامه لرې پاتې ده، خو کشرۍ خور یې څوارلس کلنه مریم لا له ښوونځی هم نه ده فارغ شوې.

د کورنۍ تر ټولو کشرې مریم تر شپږم ټولګي درس ویلی، اوس له خپلو خوبونو ډېره لرې د کور په کارونو بوخته ده او له ځینو اروایي ناروغیو کړیږي.

هغه چې خپل لوستي وروڼه او خویندې ګوری، ځان ډېر کم احساسوي: زه نپوهېږم چې زما راتلونکې به څنګه کېږي، ایا زه به زدکړې وشم کړای کنه؟ زه هم غواړم چې د مسعودې او ادیبې په څېر لوړو زدکړو ته لار پیدا کړم.

دا شاید په افغانستان کې یوازې د مریم کیسه نه وي، داسې ډېرې نجونې به له دغو ستونزو کړېږي.

د پوهنتون استاد او ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي، کوم کسان چې ځانونه له نورو کم ګڼي پر ځان یې باور کمېږي او د راتلونکي ژوند لپاره خپله انګېزه له لاسه ورکوي.

د نوموړي په خبره، د دې امکان هم شته چې دا ډول کسان پر اوږدمهاله ژور خفګان او ځان حقیر یا سپک ګڼلو اخته شي، چې نتیجه کې له خلکو او ټولنې واټن اخلي او بیا ښه پلار یا مور او نه هم ښه ملګری کېدی شي.

ملګرو ملتونو هم تېر جون کې وویل، چې له زدکړو منع شوو افغان نجونو کې ژور خپګان او د ځانوژنې فکر مخ په ډېرېدو دی.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې طالبانو نږدې ۲۱ میاشتنې واکمنۍ کې له ټولنیز ګډون، خدمتونو او کار د نجونو او ښځو د بې برخې کولو لپاره له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د دې ادارې په خبره، طالبانو دغه کار سره افغان مېرمنې له خپلو حقونو په داسې سیستماتیک او پراخ ډول بې برخې کړې چې د نړۍ بل ځای کې یې ساری نشته.

نور خبرونه

رادیو