د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په یوه میاشت کې څه باندې ۴۰۰ زره ټنه انتقالات شوي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې په تېره مرغومي میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰۸ زره ۸۷۶ مټریک ټُنه انتقالات شوي دي.

په دې موده کې ۱۶۹۸ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو، وریژې او د انارو جوس دي، صادر شوي دي.

باختر دولتي اژانس د طالبانو ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر په حواله لیکلي چې د روان کال د مرغومي په میاشت کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۰۲ زره ۳۲۷ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۷ زره ۴۵ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره ۵۶۴ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره ۹۴۰ ټنه بېلابیل توکي انتقال شوي دي.

د رپوټ له مخې، تېره میاشت ټولټال ۴۰۷ زره ۱۷۸ ټنه نفتي او نور توکي لېږدول شوي دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.

د روان ۱۴۰۳ مالي کال د لېندۍ په میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ ټنه انتقالات شوي چې له دې جملې ۷۷۷ ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ټولګټو وزارت د سلواغې پر ۶مه وویل، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ د څلور اړخيزه اقتصادي دهليز تړون د ۲۰۲۵ کال لپاره هم وغځول شو.

طالبانو ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او چين ترمنځ ريلي دهليز له لارې څلور زره او ۲۰۰ کانټينره انتقالات شوي.

نور خبرونه

رادیو