خلیلزاد: که د هېوادونو مشران له امریکا سره د نوې اړیکې پېلول غواړي د دوی یرغمل دې خوشي کړي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که د هېوادونو مشران غواړي چې له امریکا سره نوې اړیکې پېل کړي، نو لومړی ښه ګام دا دی، چې هغه امریکایي یرغمل شوي خوشي کړي چې هغوی نیولي دي او د هغو کسانو جسدونه چې مړه شوي بیرته وسپاري.

خلیلزاد دغه څرګندونې د جمعې په ماښام پر خپلې اېکس پانې وکړې. هغه په خپلو څرګندونو کې دا روښانه کړې نه ده چې موخه یې د کومو هېوادونو مشران دي. مګر داسې ښکاري چې موخه یې د هغو هېوادونو مشران وي چې له امریکا سره یې اړیکې ښې نه دي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ ویلي و، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي. د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.

همدا ډول تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې امریکا ګواښلې چې که د ایران په اټومي تاسیساتو بریدونه وکړي نو دوی به سمدستي او پرېکنده ځواب ورکړي.

هغه وویل: «د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د پوځي برید پېلول به د امریکا یوه ستره تاریخي تېروتنه وي چې کوي یي.»

نور خبرونه

رادیو