عباس عراقچي: زموږ پر اټومي تاسیساتو برید به د امریکا تر ټولو ستره تېروتنه وي

۴ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له الجزیرې سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه وویل، که د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وشي دوی به سمدستي او پرېکنده ځواب ورکړي.

عباس عراقچي زیاته کړه: «دا به په سیمه کې د هر اړخیزې جګړې لامل شي.»

عباس عراقچي وویل: «د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د پوځي برید پېلول به د امریکا یوه ستره تاریخي تېروتنه وي چې کوي یي.»

بل خوا د ایران د لوړپوړو تصمیم نیوونکو تر منځ اندیښنې زیاتې شوي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ممکن په خپله دویمه دوره کې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو ته واک ورکړي چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي او په ورته وخت کې د ایران د تېلو صنعت پر وړاندې د امریکا بندیزونه نور هم سخت کړي.

نور خبرونه

رادیو