امریکايي سناتور: پر طالبانو د مرستو بندېدو د موضوع په وړاندې ډېموکراتانو مخالفت کړی

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا د کنتاکي ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور رینډ پاول ویلي، له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، امریکا ۳.۳ میلیارده ډالره افغانستان ته استولي، چې یوه برخه یې طالبانو ته رسېدلې ده.

هغه وايي، د دغو مرستو مخه نېسي خو وايي، ډېموکراتان یې مخالفت کوي.

رینډ پاول د جمعې په ورځ د (سلواغې ۱۲مه) د خواله رسنیو په اېکس پاڼه کې د ډېموکراتانو دغه دریځ غندلی او ویلي یې دي هڅه یې کړې چې افغانستان ته لېږونکې نغدي کڅوړې بندې شي؛ خو وايي ډېموکراتانو یې مخالفت کړی دی.

نوموړي تېر کال یو لایحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې افغانستان ته ټولې مالي مرستې درول کېدلې.

رینډ پاول همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې ځانګړي مفتش جان ساپکو یوه څېړنیز مقاله هم خپره کړې ده.

ساپکو په دې مقاله کې چې «امریکا، افغانستان او د ځان غولولو بیه» تر سرلیک لاندې یې لیکلې د افغانستان د پخواني حکومت سقوط د امریکا د لوړپوړو چارواکو د سېسټماټیکي ځان غولونې پایله بللې ده.

ورته مهال د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې یوې پخوانۍ مامورې سارا اډمس هم ورته څرګندونې کړي‌ او ویلي یې دي د بایډن ادارې له لوري له افغانستان سره د شویو مرستو ډېره برخه د طالبانو لاسونو ته لوېدلې ده.

هغې زیاته کړې چې دغه مرستې د داعش په ګډون د القاعده شبکې ته هم رسېدلي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو هم ورته نیوکې کړي‌ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امریکا لېږونکې نغدي کڅوړو یوه برخه طالبان هم ترلاسه کوي او دغه ډلې پرې خپل جوړښتونه هم پیاوړې کړي دي.

په امریکا کې پر حکومت څارونکی یو شمېر نادولتي موسسو غوښتنه کړې چې باید د پخواني ولسمشر جوبایډن د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د لېږدول شویو نغدي کڅوړو په تړاو دې هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ تر نیولو وروسته د ټولو بهرنیو مرستو په ځانګړې توګه افغانستان ته د پیسو لېږد هم د راتلونکو دریو میاشتو لپاره وځنډولو. 

تر دې پرېکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د بېړنیو خوراکي مرستو، اسراییل او مصر ته له پوځي مرستو پرته نور ټول بهرني مرستندویه پروګرامونه دې ودرول شي.

دغه پرېکړه چې د ټرمپ ادارې له لوري د مرستو د اروزنې او د خپلو سیاستونو سره د پرتلې له مخې ځڼدول شوي دي د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یې خورا ژور اغېز وکړ.

د امریکا د مرستو تر ځنډیدو وروسته د افغانستان د ملي کرنسۍ (افغانی) کچه د ډالر په وړاندې راولوېده، د توکو بیې لوړې شوې او طالبان هم اعلان وکړ چې د ۵۰ خیریه موسسو فعالیتونه یې د مالي سرچینو د کمښت له امله بند کړي دي.

همداراز طالبانو د مالي ستونزو له امله د دولتي کارکوونکو معاشونه لږ تر لږه د درېیو میاشتو لپاره ځنډولي دي.

نور خبرونه

رادیو