د اسلام اباد سترې محکمې د ۲۰۲۳ کال د مې د نهمې او لسمې نېټې لاریون کې د ګډون په تور نیول شوي پنځه افغانان خوشې کړل. محکمې وویل، چې ټول یې لس کسان خوشې کړي چې د عمران خان د ګوند پي ټي ای غړي هم په کې شامل دي.
راپورونه وایي، چې یاد کسان په ضمانت خوشې شوي دي.
د اسلام اباد سترې محکمې دوه قاضیانو محسن اختر کیاني او سردار اعجاز اسحاق د عمران خان د ګوند پي ټي ای د کارکوونکو د سزا د ختمولو غوښتنه کړې وه.
په دغه لسو کسانو تور وو، چې په فیض اباد کې یې د پولیسو په پوسته برید کړی دی.
د اسلام اباد سترې محکمې دغو تورونو کسانو ته امر کړی چې ۲۵ زره کالدارې د حکومت بانکي حساب کې ټولې کړي.
د څارنوالۍ د ادعا له مخې، له دې امله چې پنځه تورن افغان اتباع دي، محکمې تورنو کسانو ته امر کړى چې د تابعيت د تثبيت لپاره دې خپلې اصلي تذکرې د ثبت مرستيال ته وسپاري.