د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد پوځ په کورسک کې د اوکراین پر یوه اډې د بمبارۍ لپاره له سوپرسونیک توغندیو کار اخیستی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو عملیاتو په پایله کې یو شمېر اوکرایني سرتیري وژل شوي او د هغوی تجهیزات ویشتل شوي.
د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې، چې د جمعې په ورځ، د سلواغې۱۲مه خپره شوه، د وژل شویو اوکرایني سرتیرو شمیر نه دی ښودل شوی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه عملیات د سوخو ۳۴ سوپرسونیک لارښود توغندي سره ترسره شول.
د روسیې په کورسک کې د اوکراین عملیات د زمري په ۱۶مه پیل شول او لا هم روان دي.
د اوکراین پوځ په پیل کې د کورسک د ځینو برخو په نیولو کې بریالی شو، خو د روسیې د ځوابي بریدونو له پیل سره سم له ځینو ځایونو څخه په شا شول.
روسیې د ۱۴۰۰ کال د کب میاشت کې د اوکراین پر وړاندې خپل پوځي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ مرګونې نښتې دوام لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې دغه جګړه به پای ته رسوي.
ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و، چې هغه چمتو دی چې ژر تر ژره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.