د ایران د ښځو د حقونو فعالې او د ۲۰۲۳ د نوبل سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي د تهران له ایوین زندان څخه د لنډمهالې رخصتۍ پر مهال له فرانس ۲۴ سره مرکه کې ویلي چې له رواني پلوه ښه ده او له ۱۰ کلن بند سره سره هوډ لري چې د بشري حقونو له پاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
نرګس محمدي له نهه ځلې محاکمې وروسته اوس په زندان کې لسم کال تېروي او باید د نورو لسو کلونو لپاره بېرته زندان ته ولاړه شي.
نوموړې دا مهال د تهران په ایوین زندان کې د سیاسي بندیانو په څانګه کې بندي ده.
نوموړې وویل چې هغه درې ځله د یوازیتوب بند ته لیږل شوې، چیرې چې «د بند شرایط د زغم وړ نه دي.»
هغې زیاته کړه: «هغوی تاسو هلته د دې لپاره راوړي چې تاسو رواني او اخلاقي شکنجه کړي او تاسو مات کړي.»
د ښځو د حقونو دغې فعالې ویلي چې په بند کې ورته د ناروغ پلار سره د لېدو او ان په جنازه کې یې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.
نوموړې زیاتوي چې د خپلو اولادونو سره د خبرو اجازه نه ورکول کیږي خو د هغې ورځې په تمه ده چې یوه ورځ به خپل اولادونه په غېږ کې ونیسي.
محمدي ټينګار وکړ چې د «ښځه، ژوند، ازادۍ» لاريون چې په ۲۰۲۲ کال کې د مورالټي پوليسو له خوا د ماهسا اميني د وژل کېدو له امله رامنځته شو لا هم «ژوندی دی خو بېلابېلې بڼې لري.»
هغې زیاته کړه چې دا ښیي چې د ایران خلک «مقاومت کوي. تاسو د ایران په هر ځای کې د دې مقاومت کچه لیدلی شئ.»
دغې فعالې د ایراني میرمنو لپاره د جبري حجاب قانون د چارواکو لخوا «زور واکي» وبلله. او زیاته یې کړه چې که دوی وکولای شي د ټولنې په نیمه برخه واکمن شي، نو «دا محکومیت به دوی ته اجازه ورکړي چې ټوله ټولنه تر خپل واک لاندې راولي.»
محمدي وايي، له هغې بار بار د ايراني چارواکو له خوا له هېواده د وتلو غوښتنه شوې، خو هغې رد کړې وه.
هغې په پای کې وویل: «زه له ایران څخه د وتلو اراده نه لرم. زه هوډ لرم چې د ایراني خلکو تر څنګ خپلې مبارزې ته دوام ورکړم.»