د پاکستان پوځ وايي، نن اوپرون یې د پښتونخوا په کلاچۍ او وزیرستان کې لس وسله وال وژلي دي.
که څه هم ځینې سرچینې وايي د کلاچۍ عملیاتو کې د بادغېس د مرستیال والي زوی وژل شوی، خو د پوځ اعلامیه کې یې یادونه نه ده شوې.
پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې او د وسلوالو د هویت په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ کې څلور وسله وال وژلي دي.
همدارنګه د پاکستان پوځ ویلي، چې د شمالي وزیرستان د دته خیل، حسن خیل، غلام خان او میرعلي په سیمو کې هم د وسله والو او دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، له وژل شویو وسله والو یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
په دغه خبرپاڼه کې وژل شویو وسله والو ته “خوارج” کلمه کارول شوې او د پاکستان یاده کلمه د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته کاروي.
که څه هم د پاکستان پوځ خپل لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي، په سیمه کې به د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو په موخخه تصفیوي عملیات دوام ولري.
بل خوا د پاکستان په استخباراتو پورې تړلو اېکسپاڼو لیکلي، چې د پاکستان پوځ له لوري تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې تنه وژل شوي کې یو یې د طالبانو د بادغیس د مرستیال والي زوی دی.
د پاکستاني استخبارانو اړوند دغو ادرسونو ادعا کړې، بدرالدین چې په یوسف مشهور و، د طالبانو د بادغیس ولایت د مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي زوی دی.
خو د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو په خبرپاڼه کې د بادغیس د والي د مرستیال د زوی د وژل کېدو په اړه څه نه دې ویل شوي او افغان طالبانو هم په ډیره اسماعیل خان کې د بادغیس د والي د مرستیال د زوی د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.