یوه امریکايي ښځه خپل میین پسې پاکستان ته تللې، خو هغه ترې تښتیدلی

۱۱ ساعتونه مخکې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه امریکایي ښځه اونیجاه اندرو رابینسن د خپل نوولس کلن انلاین مینه ‌وال ندال احمد میمن د کور مخې ته ناسته ده او وایي چې له پاکستانه به نه ستنیږي.

دغه امریکایي مېرمنه چې ۳۳ کاله عمر لري د تېر اکټوبر په میاشت کې له امریکا څخه پاکستان ته تللې چې له خپل انلاین مینه‌وال سره واده وکړي؛ خو د هلک کورنۍ د دې واده مخالفت وکړ او له خپلې پخواني کوره یې کډه وکړه.
د ځایي رسنیو د معلومات له مخې کله چې د رابینسن میین او کورنۍ یې له سیمې وکوچېدل، نوموړې امریکا ته د بېرته تګ پر ځای د هلک د پخواني کور مخې ته ناسته ده او احتجاج یې پیل کړی دی.

د هوايي ډګر لانجه
د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ چارواکو هڅه وکړه چې دا ښځه د الوتکې له لارې بېرته امریکا ته واستوي، خو نوموړې یې مخالفت وکړ. د کراچۍنړیوال هوايي ډګر کې یې لانجه جوړه کړه او د قطر هوايي کرښې الوتکه چې نیویارک ته روانه وه له دې کبله یو ساعت وځنډیده.
چارواکو ویلي، رابینسن لومړی د امیګریشن پروسې ترسره کولو ته حاضره نه شوه، وروسته یې الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او د هوايي ډګرچارواکي یې له ستونزو سره مخ کړل.
د امریکایي ښځې غوښتنې
رابینسن وايي، چې د پاکستان تابعیت غواړي او په اونۍ کې ۳۰۰۰ ډالرتاوان یې هم غوښتی ځکه د مینې په نوم دوکه شوې ده.
نوموړې ادعا کوي، چې ندال احمد میمن ورسره د واده ژمنه کړې وه؛ خو د کورنۍ له مخالفت وروسته یې پرېښوده. اوس هغه نه غواړي، چې پاکستان پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
د امنیتي اندېښنو زیاتوالی
په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ودانۍ شاوخوا ځای پر ځای شوي او ځايي اوسیدونکو نیوکې کړي چې دغه مسلې ورته ستونزې جوړې کړې دي.
د سیمې یو اوسېدونکی رسنیو ته وویل: "هره ورځ نااشنا خلک راځي چې دا امریکایي ښځه وګوري، دا کار زموږ د امنیت لپاره اندېښمنوونکی دی."
یو بل ځايي اوسېدونکی وايي، چې رابینسن له څو میاشتو راهیسې د ګارډن سیمې د ودانۍ د موټرو تم ځای کې ناسته ده. غیردولتي سازمانونه او چارواکي هڅه کوي چې نوموړې قانع کړي، چې خپل هېواد ته بېرته ستنه شي، خو لا هم په خپلو غوښتنو ټینګه ولاړه ده.
د چارواکو اقدامات
د پاکستاني چارواکو او امریکایي قونسلګرۍ هڅې روانې دي، چې دا امریکایي ښځه قانع کړي چې خپل هېواد ته بېرته ستنه شي.
د امریکایي قونسلګرۍ یو چارواکي خبریالانو ته ویلي: "موږ هڅه کوو، چې دا ښځه قانع کړو، چې خپل هېواد ته لاړه شي، خو که انکار وکړي، نه شو کولای چې په زور یې له پاکستانه وباسو".
د پاکستان د کراچۍ ښار پولیسو خبر ورکړی چې د دې ښځې د احتجاج له امله، د سیمې خلکو ته ستونزې پیدا شوې دي او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي پر قانوني اقداماتو لاس پورې کړي. رابینسن همدا یوه خبره کوي چې له خپلې پرېکړې نه اوړي.
پاکستان کې د انلاین مینو دا لومړۍ کیسه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.
تېر کال یوه واده کړې ښځه یوه هندي هلک پسې هندوستان ته وتښتیده او خپل څلور بچیان یې هم له ځانه سره یوړل. هغې هلته اسلام پرېښی او د خپل نوي خاوند سره د هندو مذهب پیروي یې پیل کړې ده.

نور خبرونه

رادیو