طالبانو د کابل په شهزاده سرای کې د ډالرو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه

۱۰ ساعتونه مخکې

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د کابل له شهزاده سرای څخه بېلابېلو سرچینو وویل چې طالبانو نن د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې د ډالرو پر تبادلې بندیز لګولی.

سرچینې وایي، ځینو کسانو له طالبانو په پټه د ډالرو تبادله کوله.طالبانو ځینې صرافان وهلي او له ځان سره وړ ي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته له شهزاده سرای څخه سرچینو وویل، چې د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې طالبانو د ډالرو پېر او پلور بند کړی دی.

له شهزاده سرای څخه یوه صراف د نوم نه ښودلو په شرط وویل:«د طالبانو استازي پر ټولو صرافیو ګرځي او ګوري چې څوک خو به د ډالرو پېر او پلور نه کوي. که څوک ونیسي هغوی له ځان سره بیايي.»

ځینې سرچینې وایي، چې یو شمېر صرافان په پټه د ډالرو تبادله کوي، خو طالبان د ډالرو بیې په شدید ډول کنټرولوي.

له شهزاده سرای څخه یوه تن افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، « تېره ورځ طالبانو یو صراف په دې خاطر وواهه او له ځان سره یې یووړ، چې ولې یې د طالبانو له لوري له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت ډالر پلورلي دي.»

سرچینې وايي، سهار مهال په کابل کې د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې یوځل بیا د دالرو لیلام وشو خو قیمت یې د طالبانو په خوښه ټاکل شوی و، «طالبان دې ته نه ګوري چې نړیوال مارکیټ کې څه روان دي، خپل په خوښه ډالرو ته قیمت ټاکي.»

سرچیني وايي، له غرمې وروسته په مطلق ډول په دغه سرای کې د ډالرو پېر او پلور بند شوی دی او یوازې کوچني صرافان له سرای څخه بهر په کمه اندازه ډالر پېري او پلوري.

خو د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ویاند فیضي ځدراڼ وايي، په شهزاده سرای کې د ډالرو پیر او پلور په عادي ډول ترسره کیږي.

طالبان دغه ګامونه د امریکا د مرستو له بندېدو او د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمېدووروسته اخلي.

نور خبرونه

رادیو