د طالبانو سترې محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د کاپيسا حصه دوم ولسوالۍ کې يې یوه ښځه او نر د زنا په تور په عام محضر کې له ۲۲ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي دي.
طالبانو تورن کسان په شپږ – شپږ مياشتني تنفيذي بند هم محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، دغو کسانو ته یې د ابتدايه محکمې د امر له مخې د طالب چارواکو او خلکو په حضور کې سزاوې ورکړې.
طالبانو د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.
د طالبانو ستره محکمه نژدې هره ورځ په بیلابيلو ولایتونو کې په عام محضر کې د تورنو کسانو د وهلو خبر ورکوي.
دې ډلې د چهار شنبې په ورځ هم په ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د «نامشروع اړيکو» په تور په دُرو وهلي وو.