د هواپوهنې اداره: په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

پرون

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د سلواغې ۱۰مه نېټه) په ۱۹ ولایتونو کې د شړکنده باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، میدان وردګ، پروان، سمنګان، بامیان، بلخ، سرپل، غور، فاریاب، جوزجان او بادغیس ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۲۵) ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۴۰) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو