د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو د مخنیوي لپاره له طالبانو وار پار خطا شوی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا د نوي حکم له مخې ټولو سوداګرو، صرافانو، کاروباریانو او خلکو ته لارښوونه شوې، چې په ټولو مالي راکړو ورکړو کې باید یوازې افغانۍ وکاروي.
په دغه خپور شوي حکم کې راغلي، چې له دې وروسته هیڅوک له هېواده بهر د هوایي ډګر له لارې د سفر پرمهال له ۵ زرو او د ځمکې له لارې د سفر پرمهال له ۵۰۰ زیات ډالر نه شي لېږدولی.
د دغه حکم له مخې، د هر یو مېلیون ډالرو د لېږد سرغړوونکي ته د یو کال، د سل زرو ډالرو د لېږد سرغړوونکي ته یوه میاشت او تر سل زرو د کمو پیسو لېږدوونکي ته به ترلسو ورځو زندان سزا ورکول کېږي او هغه سره زر او پیسې چې نیول کېږي، د افغانستان بانک کې به ساتل کېږي.
د طالبانو ریاست الوزرا دارنګه هېواد ته د بهرنیو پېسو راوړل هم منعه کړي دي.
د دغه حکم په وروستۍ برخه کې راغلي، چې له هېواده بهر د اسعارو، سره زرو، ګران بیه ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي مسوولیت د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارتونو ته سپارل شوی دی.