په سویس کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق د بورډ غړی انورالحق احدي وايي، چې د امریکا د مرستو ځنډول او پای ته رسول به د افغانستان اقتصاد ته۱۵ سلنه زیان ورسوي.
احدي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې که طالبان وغواړي «اماني صندوق» د افغانۍ په ثبات کې مرسته کولای شي.
هغه په دې باور دی، چې د مرستو ځنډول به د افغانیو ارزښت راټیټ کړي او په افغانستان کې به د بې کارۍ او فقر د زیاتوالي لامل شي.
احدي د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر و او اوس مهال په سویس کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق د مدیره پلاوي له څلورو غړو څخه یو دی.
نوموړي د چارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې وویل، چې په لومړي ګام کې هغه کسان چې په مستقیم ډول د امریکا مرستې ترلاسه کوي د مرستو له ځنډ څخه به زيان وويني.
د هغه په وینا، په تیرو څو کلونو کې د امریکا مالي مرستې په خوړو، روغتیا، تعلیم او په دې وروستیو کې په پرمختیایي برخو کې کارول شوې دي.
انورالحق احدي وویل، له افغانستان سره د بشري مرستو اټکل ۱.۸ ملیارد ډالرو ته رسيږي، چې د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.
د احدي په وینا، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمیدل د دې مرستو د ځنډولو یوه «سملاسي» او منفي پایله ده.
هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانیو د ارزښت له ټیټېدو سره به بیې هم لوړې شي.
دافغانستان بانک بې وسي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په تېره اونۍ کې د مالي وضعیت د ثبات او د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره په میلیونونو ډالر بازار ته وړاندې کړي.
طالبانو دغه راز د بهرنيو اسعارو د کنټرول هڅه وکړه چې د بهرنيو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د چټکې پرېوتنې مخه ونیسي.
احدي وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک کافي ډالر نه لري او خلک پر دغه بانک باور نه لري، چې بازار ته د ډالرو په دوامداره رسولو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتي.
هغه ټینګار وکړ، چې طالبانو بازار ته ۹۰ میلیونه ډالر وړاندې کړي دي ممکن د افغانستان بانک له سرچینو څخه نه وي راغلي.
نوموړي اټکل وکړ، چې دا پیسې ممکن د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې وي، چې په افغانستان بانک کې زیرمه کیږي.
د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول پر افغانستان هم اغېز کړی او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شوی دی.
یوه اونۍ وړاندې، د کابل په بازار کې یو امریکایي ډالر په ۷۳ افغانیو بدلېده، خو د سې شنبې په ورځ د سلواغې پر ۹مه یو امریکایي ډالر په ۸۲ افغانیو بدل شو.
د افغانیو د ارزښت په ثبات کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق رول
انورالحق احدي وايي، افغان وجهي (اماني) صندوق، چې د افغانستان بانک د زیرمو یوه برخه په واک کې لري، کولی شي د طالبانو له غوښتنې سره سم مداخله وکړي او د افغانیو ارزښت ساتلو کې مرسته وکړي.
هغه وويل، که د افغانستان بانک غوښتنه وکړي، نو دغه صندوق کولی شي په دايمي ډول په بازار کې مداخله وکړي.
د هغه په خبره، د صندوق له جوړېدو راهيسې، د افغانستان بانک او د وجهي صندوق ترمنځ هيڅ همکاري نه ده شوې او طالبانو هم له دغه صندوق څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې.