طالبانو دوه مشهور دیني عالمان، چې په کندهار کې د واک پر انحصار یې نیوکې کړې وې، نیولي دي.
ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د طالبانو استخباراتي ادارې محمود حسن او عبدالقادر قانت وروسته له هغه ونيول چې په کابل کې يې د يوې غونډې پر مهال پر دې ډله نیوکې وکړې.
دغو دوو دیني عالمانو د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په غونډه کې د طالبانو له خوا د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.
محمود حسن چې د دې شورا غړی او د پنجشير د حج او اوقافو پخوانی رییس دی، وويل چې طالبانو قدرت انحصار کړی دی. هغه څرګنده کړه چې پر ملا هبتالله اخوندزاده سربېره، د طالبانو کابينه کې ۱۲ وزيران له کندهاره دي.
سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو دغه دوه عالمان د سه شنبې په ورځ، د دلوې پر ۹مه ونيول.
محمود حسن له خپلې کورنۍ سره په تماس کې تایید کړی چې هغه د طالبانو په بند کې دی.
د قانت د نږدې کسانو په وينا، طالبانو هغه هم نيولی دی.
محمود حسن د طالبانو مشرانو ته په تونده لهجه وويل چې قدرت دې یوازې د کندهار په لاسونو کې نه محدودیږي.
هغه غوښتنه وکړه چې طالبان دې د واک انحصار پای ته ورسوي او د افغانستان له نورو ولايتونو او قومونو دې هم استازي په حکومت کې شامل کړي.
د شورا دغه غړي وویل: «موږ اوریدلي چې ۱۲ وزارتونه، د اميرالمومنين ملا هبتالله اخوندزاده په ګډون،۱۳ کسان د کندهار دي. دا انصاف نه دی. دا عدل او برابري نه ده. قدرت، که وزارت وي، که رياست او که مديريت وي، هر څه چې وي، دا بايد د افغانستان خلکو ته ورکړل شي».
عبدالقادر قانت، د شورا بل غړی هم په دې غونډه کې موجود و. هغه د تخار د چال ولسوالۍ دی او مخکې هم طالبانو نيولی و.
پر طالبانو د دوی نیوکو په ټولنيزو رسنيو کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.